مردانه کمزوري ! Erectile dysfunction

پخوا به مو پيښور کې د "مردانه کمزوري علاج" اعلانونه ليدل اوس ډېری وخت راهیسې کابل او نورو لويو ښارونو کې هم د حکيمانو (يوناني درمل پلورنکو) او عاملينو (د دم او تعويذ پنوم سحر او کوډې کوونکو) اعلانونه تر سترګو کېږي. يو لامل يې کيدای شي دا وي چې زمونږ ډاکټران صاحبان په دې موضوع شرم او ډار لامله په واضحه ډول خبره نکوي ځکه نو د نعوظ نيمګړتيا(د جنسې عمل ترسره کولو لپاره د تناسلي الې کافي وخت لپاره شکېدو يا نېغېدو وړتيا نلرل) لرونکې ناروغان هم مونږ ډاکټرانو ته د زړه خبره نکوي خو دغه حکيمانو او عاملينو سره ډېر په ډاډه زړه او ازاده فضا کې خپلو جنسې ستونزو په اړه غږېږي...
حال دا چې د نر او ښځې جسماني او روحي ارامښت لپاره دا يو داسې لوی او مهم نعمت دی چې څوک ترې محرومه شي نو کورنې ژوند کې ډېر بد ځور سره مخ کېږي...
وَ مِنۡ اٰیٰتِہٖۤ اَنۡ خَلَقَ لَکُمۡ مِّنۡ اَنۡفُسِکُمۡ اَزۡوَاجًا لِّتَسۡکُنُوۡۤا اِلَیۡہَا وَ جَعَلَ بَیۡنَکُمۡ مَّوَدَّۃً وَّ رَحۡمَۃً ؕ (سورة الروم:30)
(ژباړه: او دهغه له نښانو څخه ( بله) داده چې ستاسې لپاره همدا ستاسې له جنس نه يې ميرمنې پيدا كړې ترڅوچې تاسې له هغو سره ارام ترلاسه كړئ او ستاسې (ښځې او خاوند) په مينځ كښې يې مينه او خواخوږي پيداكړه).
کله ناکله د مردانه کمزوري پېښيدل غټه مساله نه ده خو که دوامداره شي نو شديد ذهني فشار لامل کېږي. پر ځان ډاډ او د ژوند ملګري سره اړیکې ورسره زيانمنېږي..
زما تجربه داده چې ډېری دغه ستونزې لرونکې د يو مناسب متخصص ډاکټر څخه مرسته غوښتلو پرځای نيمچه حکيم څخه نسخې ترلاسه کوي او يا صبر او شکر باندې ژوند پرمخ وړي.
بېلابيل عوامل شته چې د مردانه کمزوري لامل کېږي لکه د نارينه هورمون(Testosterone ټسټوسټرون) کچې ټيټوالی، اوږدمهاله ناروغۍ لکه شکر ناروغي لامله د وينې شوګر کچه نه کنټرول یا د زړه ناروغیو لامله د زړه په سمه توګه د وينې پمپ کولو دنده نه ترسره کول، سګريټ څکول چې د وينې په رګونو کې د وينې جريان کموي او د وخت په تيريدو ډېری نورو ستونزو لامل کېږي چې هغه بیا په مردانه قوت باندې بد تاثير کوي.
نورو لاملونه کې يې چاغښت، د درملنې جانبی عوارض لکه د پروستات جراحي عمليات يا سرطان لپاره د شعاع کارول (شاټونه) او ملا او کوناټې قوې ضربې سره مخ کيدل (که دغه ضربه کې هغه وينې رګونه يا اعصاب زيانمن شي چې د تناسلې الې شکېدو کې ونډه اخلي).
ډېری درمل لکه ځينې د ډيپريشن ضد درمل، د مېرګې ضد درمل (ايپېوال)، د حساسيت ضد درمل او د لوړ فشار ضد درمل (په ځانګړې ډول بېټابلاکر).
برسيره پردې ځينې رواني ستونزې لکه ذهني فشار، اضطراب يا ژور خفګان، مخدره موادو او شرابو کارول، په ځانګړي ډول دوامداره توګه مخدره مواد کارول یا شراب څښل د مردانه کمزوري لامل کيدلی شي.
او اخر کې بايد دا هم ووايم چې ځينې وخت د ژوند ملګرې چلند او ميلان نشتوالی هم په نارينه کې د جنسې خواهش (Libido) کمښت لامل کېږي.
د مردانه کمزوري درملنه:
د ژوند طرز بدلون: له مردانه کمزوري څخه ځوريدونکې ډېری نارينه که خپل ورځنې ژوند کې بدلون راولي نو جنسي عمل يې ښه کيدلی شي. د سګريټو پرېښودل، د چاغښت لپاره وزن کمول او منظم ورزش د تناسلې الې په طرف د وينې جريان ښه کوي.
که فکر کوی چې کيدای شي ځينې ناروغۍ يا د درملو جانبی عوارض ستاسې د کمزوري لامل دی یا ستاسو ستونزه بې درملو کارولو نه حل کېږي نو اړونده متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
د درملنې لپاره دواګاني: که معايناتو کې جوته شوه چې ټيسټوسټيرون هورمون ټيټه کچه د ستونزې لامل دی نو ډاکټر تاسې ته د ټيسټوسټيرون پیچکارۍ توصيه کوي.
سربيره پردې په عمومي ډول د Aphrodisiac Multivitamins يو ګولۍ هر ورځ نارینه لپاره لکه
Tab. yTiG (1x1).
خو که لامل رواني وي نو بیا رواني مشاوره یا ډاکټر سره مشورې وروسته د اضطراب ضد ځانګړي درمل (Tab Seroxate CR یا Paraxyl CR 12.5 mg ) يو دانه د څو مياشتو لپاره واخيستل شي په ځانګړي ډول ژر انزال (سرعت انزال) ستونزې لپاره.
که څه هم عوامو کې وياګرا (Viagra) مشهور درمل دی خو مردانه کمزوري لپاره وياګرا يوازينی دوا نه ده بلکې د Cialis، Levtira، اسټاکسن او سټينډرا په تجارتي نومونو نورې دواګاني هم یوشان تاثير لري. دغه دواګاني تناسلې الې ته د ويني جريان زياتوي او د جنسې فعل څخه نيم څخه يو ساعت مخکې خوړل کېږي.
که پورته يادو دواګانو او لارو چارو سره هم مردانه کمزوري ستونزه حل نشي (Resistant ED) نو بيا ډاکټران ځينې دواګاني توصیه کوي چې هغه بايد مستقيما تناسلې الې کې پیچکاري شي، چې هغې په اړه اړوند متخصصین په تفصيل سره ناروغ ته لارښوونه کوي.
اخر خبره دا چې جنسې فعالیت لپاره عمر هسې يو شميره ده.(Age is just a number for sexually active persons)
ماته اتیا کلن سپين ږیرې راځی او پوښتې چې يو څه وخت کېږي ستونزې سره مخ یم مخکې ډېر ښه وم چې اوس څه راپېښه ده؟!
په ياد مې دي يو سپین‌ږېري غوښتل د شرم احساس سره په شف شف کې راته خپله "مساله" بيان کړي ما يې ستونزه درک کړه مستقيما مې وپوښتلو: سیکس/شهوت کمښت سره مخ يې؟!
ساده مزاجه سپین‌ږېری داسې ګويا شو: "نه نه ما کې خو ټول سیکس او شهوت دې خو هلته (تناسلې الې کې) نشته"
#ژباړه_INY #ادريس‌نعيمي لیکنه: ڈاکٹر اسد امتیاز

Comments

Popular Posts