بې ځايه او د ځان ښودنې عاجزي 

وايې عجبه نده د ځينې خلکو خبره چې رد کړی نو خوشحاله کېږي خو که تاييد يې کړي نو بيا خفه کېږي او د ځان سپکاوی يې ګڼي.

څو ورځې مخکې يو مشر د معمول په ډول مجلس کې اصل خبرې ترمخ خپل تکيه کلام څه داسې پيل کړ:
"زه خو د خدای ګناهګار، بدکار، بيکاره او د کوڅې سپي څخه کمتر بنده يم ".
خوا کې ناست يو ځوان د مشر خبرې سره اختلاف وکړ ورته يی وويل :
"نه نه مشره ته خو د الله ولي يې"
د تعريف دغه جملې په اوريدو د مشر مخ لکه ګلاب وغوړېد.
زه چې ډېری مودې راهيسې د نوموړي مشر دغه فضوله عاجزي څخه په تنګ راغلی وم د مشر خبرې په تاييد مې ورغبرګه کړه
"نه مشره زه ستاسې خبرې سره موافق يم دغه کشر لوفر تاسو معرفت څه پيژني تاسو خپل ځان په اړه سل په سلو سم فرمايې"
زما دغه خبرې ټول مجلس کې چوپتيا خپره کړه او د مشر رنګ هم وتښتيده او ماته يې بد بد راکتل چې دا ولې؟!
🤔😊

Comments

Popular Posts