د سوشل ميډيا موډرن مفتيان !!!
څه وخت کېږي په ټولنېزو رسنیو کې او په ځانګړي ډول يوټيوب باندې د موډرنو مفتیانو لیلام بازار ګرم دی، دوي د مسخرهچیانو پشان دين خلکو ته په داسې يو ډول وړاندې کوي چې راټول خلک پرې خوښ وساتي او چکچکې ورته وکړي ..
ښاغلي غامدي و امثالهم پلويانو نه هم څو قدمه تيز، دغه مفتيان څوک لګيا دي خر حلال ثابتوي او څوک بيا د قران مفسر په توګه غواړي د ساينس هر خبره له قرآنکريم څخه ثابته کړي. څوک ځان مهدي او مسيح عليه السلام ګڼې او وايې چې په سلګونو ځله يې الله ج او رسول الله ص په خوب لیدلی دی، ځينې نور بيا د محمد بن عبدالله صلی الله عليه وسلم له وجود څخه منکر دي او وايې دوي ص بيخې پيدا شوی نه وو او جالبه داده چې دا ټول د قرانکريم تفسير او خدمت تر نامه لاندې ترسره کوي. بله جالبه بيا داده چې دغه ټول مسخرچيان چکچکې او واه واه کوونکې مریدان هم لري چې ډېری يې باسواده هم دي!!.
باور وکړئ له دين څخه خبر يو څوک که دغه موډرن دين خرڅونکو ته غوږ کېږدي او يا يې ولولي نو کانګې به يې راشي. علم يو معيار لري خو جهالت بيا هيڅ حد نلري. دا چې د ټولنيز رسنيو ډېری کارونکې له دين څخه کماحقه ناخبره دي نو هغوي ته چې هر ډول واښه مخ ته واچول شي لکه ... په دواړو ژامو پرې شخوند وهي، که څه هم يو څوک نبي يا حتی د خدايي دعوا وکړي ځينې شته چې لايک او شير سره يې بدرګه کړي. هر بد چې کوي خو شرط دادی چې اعتماد يې بايد د هاورډ پوهنتون د پروفيسور په کچه وي. زما يو همکار هاورډ کې زدکړې کړي هغه به ويل زمونږ پروفيسور سره به د ټينس بال (توپ) پشان، بال وو چې هر چا په لوری به يې ګوزار کړ نو هغه به د بحث لاندې موضوع په اړه بېځنډه او بې له کوم سوچ څخه وينا پيل کوله يوازينی شرط دا وه چې خبرې به ډېر په اطمینان کوي ځکه چې بهر خلکو ته يوازی همدا کفایت کوي چې تاسې د هاورډ پوهنتون فارغ التحصيل ياست.
اوسنی حالت هماغه ته ورته دی چې په اړه يې صحيح بخاري او د حديثو نورو کتابونو کې روايتونه راغلي چې قيامت ترمخ به داسې يو زمانه راشي چې په هغې کې به علماو سره يوځای علم پورته کړل شي او خلک به جاهلان خپل امامان وټاکي چې هغوي به خپله هم ګمراه وي او نور به هم ګمراه کوي.
ګوره وروره که تاسو د خپل شخصي اصلاح، روزنې او عمل لپاره قران او سنت مطالعه کوئ نو هرومرو يې وکړئ ځکه چې علماو د همدې موخې لپاره د دين کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. خو که تاسو د دين په اړه کومه رای وړاندې کول غواړی نو دا يو داسې لوړ مقام او رتبه ده چې هغې لپاره اهليت او ځينې معیارونه اړين دي. د معيار او اهلیت نشتون کې د دين په اړه رای وړاندې کول يوه لوی ګناه او حرام عمل دی.
راځئ لا ډېر پوهېدو لپاره يو مثال درکړم: زمونږ او ستاسې میندې کور کې د عامو ناروغيو لپاره مروجې نسخې کاروي (بارتنګ، خاکشير، چومبړخيال، په سينه هګۍ اېښودل...). خو که دوې همدغه يو بل څخه زده کړی د کورني طبابت علم پر بنسټ کوڅه کې د ناروغانو کتنځی خلاص کړي نو قانون تطبيق کوونکې يې هرومرو مخه نيسې هغه ځکه چې د درملنې اړينه پوهه نلري..
همدغه معامله د دين په اړه هم صدق کوي. څرنګه چې هر مسلک، فن يا تخصص زده کولو لپاره بنسټیزو مفاهيمو(Basics) زده کړه اړېنه ده نو دين کې هم دغسې ده. ډېری ياد مسخرهچيانو که څه هم د عربي ژبې متعلمي کړی خو حتی عربي عبارت سم نشي لوستلی. نو ځکه وايو چې د دين په پيچلو مسايلو هغه څوک بايد وغږېږي او رای ورکړي چې ورځنی ژوند لويه برخه يې د دين درس او تدريس وي.
که ستاسو د دين ټوله پوهه د صرف او نحوې يو څو ويډيوګانې، يو څو مقالې او پوسټونه او درې څلور ژباړل شوي او انلاين شوي کتابونو يو څو پاڼې وي نور نو د شپې لخوا د کوم ځای ګارډ يا بله دنده ترسره کوئ او د ورځې بيا خلکو ته د دين په اړه لارښوونه کوي نو خدای ته وګورئ خپل او د نورو خلکو اخرت مه خرابوئ...
د طبي علومو تکړه محصل (اناټومي، فزیولوژی، پتالوژي، فارمکالورژي.... علومو باندې برلاسی) دا وړتيا لري چې د خپل مسلک اړوند څېړنو باندې وپوهېږي.. نو که تاسو دا وړتيا لرئ چې عقيده، اصول تفسير، اصول فقه، اصول حديث، صرف، نحو، منطق، بلاغت، کلام، علم اخلاق وغيره اړوند علمي کتابونه ولولئ او سم اخذ ترې وکړل شئ نو د دين په اړه رای ورکولو شوق مو حتمن پوره کړئ خو په ياد ولرئ دغه وړتیا د لسګونو کلونو زده کړو وروسته پيدا کېږي اول کې خو يوازې د ذهن بړاس کوي او بس.
نن سبا نو د اصول فقه لوی لوی اصطلاحات يې په خوله وي خو دوه کرښې عربي لېکنه لوستل ورته ستونزمن وي. قرانکريم سم تلاوت او ژباړه باندې برلاسی نه وي خو خلکو ته به وايې چې د دين عالم کيدو لپاره مدرسې څخه فراغت ته اړتيا نشته!! هو وروره مدرسې نه فراغت اړين نه دی خو داسې هم نه کېږي چې سړی بيخې له علم څخه فارغ شوی وي. نه قرآن ژباړې وړتيا لري او نه د حديث، خو د نورو علما لخوا شوي ژباړو پر بنسټ قرآن او حديث کې "اصلاحات" راوستل غواړي!!! د مدرسې فارغ خو به لږ تر لږه قرانکريم سم لوستلی شئ خو دوي څخه دا تمه هم نشي کيدلی. دا نو دين سره لوبې کول دي چې ځينې موډرنو مفتیانو پيل کړي.
الله ج دې ظالمانو ته هدايت وکړي دين سره يې لوبې پيل کړي او دليل بيا دا وايې چې دين خو څه "ملایانو" په اجاره نه دی اخيستی ټول په کې حق لري. سمه ده، اسلام کې ريښتيا هم پوپ او مذهبي مشر وغيره سيسټم نشته خو که خپلې نظر وړاندې کول غواړئ نو دين په سمه طريقه زده کړئ، او ژوند مو همدې کار لپاره وقف کړئ.. ديپلومونه په انجينري وغيره کې ترلاسه کوئ، مسلک، دنده او کاروبار مو د دنيا کارونه دي خو څيړنې په دين کې کوئ؟!؟ ښه ريشخند مو پيل کړی ولا... #ژباړه_INY #تکرار
ليکنه: حافظ دوکتور محمد زبير
Comments
Post a Comment