ما ولې 1988 کال کې ډيموکراسي سيسټم سره مخه ښه وکړه؟!...
کيسه داسې ده چې د پنجشبې ورځ ماښام زه، زما شپږ خويندې او مور او پلار مې ماښامنۍ خوړولو ته يوځای ناست وو.... پلار مې مونږ ته مخ راوړلو او ويې پوښتلو: بچيانو سبا جمعه ده او ټول رخصت ياست، نو څنګه مو خوښه ده چې چا کور ته لاړ شو؟ ستاسې کاکا يا ماما کور ته؟!
يوازی مور مې ماما کور ياد کړ خو مونږ ټولو دا رايه څرګنده کړه چې کاکا کره ځو.. د مور مخالفت سربيره، پلار مې د اکثريت رای ته درناوی وکړ او پرېکړه يې وکړه چې د کاکا کور ته ځو. مونږ هم خوشحاله شو چې ځه بې له کوم خفګانه د اکثريت رای پر بنسټ خبره اسانۍ سره حل شوه ...
جمعې سهار چې راوېښ شو، مور مې ډېره خوشحاله برېښېده په هره خبره يې خوله موسکۍ کيدله... لږ وروسته يې مونږ ته وويل: ژر ژر لباس بدل کړئ او ځانونه چمتو کړئ چې نن ستاسې ماما کور ته ځو.... مونږ ټول حيران شو او د پلار طرف ته مو مخ واړولو، هغه ورځپاڼه مخ ته نيولی وه او زمونږ پوښتنو څخه ځان ساتلو لپاره يې د خبرونو لوستلو تمثيل کولو...ددې مطلب دا وو چې په دې معامله کې هيڅ ډول بحث او مباحثې ګنجایش نشته.
هغه ورځ زه وپوهیدم چې ډیموکراسي/جمهوريت او انتخابات ټول هسې دروغ دي... د شپې په تيارو کې په بندو کوټو کې چې کومې پريکړې کېږي، ويده عوام د هغه پرېکړو ګرد ته هم نشي رسيدلی.. #ژباړه_INY #تکرار
راوي عرب ليکوال دوکتور أحمد خالد توفيق
Comments
Post a Comment