"قرآن هېښونکی دی" لړۍ 1
د قرآن کریم د الفاظو د کارونې د دقیقوالي په اړه استاد نعمان علي خان د روژې په مياشت کې د لنډو (10 دقيقو) خبرو يو لړۍ پيل کړی. غواړم تاسو سره يې پښتو لنډېز شريک کړم...
استاد وايي چې قرآن کریم ځینې عربي کلمې په ډېر دقت سره د ځانګړو مفهومونو لپاره کاروي، چې دا یو ځانګړی ادبي ښکلا رامنځته کوي.
1. لومړی مثال د وصی او أوصی تورې دي چې دواړه د لارښوونې يا نصيحت کولو مانا افاده کوي. خو قرانکريم کې
(وصی) د هغه لارښوونې لپاره کارېږي چې بیا بیا ورکول کېږي (لکه د عبادت یا ښو اخلاقو لارښونه).
(أوصی) یوازې یو ځل ورکول کيدونکې لارښوونې ته اشاره کوي (لکه د میراث ویشلو وصيت يا لارښوونه).
نو په ټول په قرآن کې، کله چې د میراث وغيره خبره کېږي، أوصی کارول کېږي، خو کله چې د بيا بيا کيدونکې عبادت اړوند لارښووونه وي نو وصی کارول کېږي خو یوازینی استثنا د حضرت عیسی (ع) خبره ده چې د زېږون پر لومړۍ ورځ یې وویل: وأوصاني بالصلاة والزكاة، که څه هم دلته د عبادت خبره ده خو د أوصی توری کارول شی او هغه ځکه چې دغه لارښوونه يوازې يو ځل ورکړل شوی وه چون د زېږون لومړۍ ورځ يې وه.
2. د سترګو او اوبو چینو لپاره کلمې (أعين او عيون): که څه هم عربان دغه کلمې دواړه د سترګو او اوبو چينو لپاره کاروي خو قرانکريم کې بيا
(أعين) یوازې د سترګو لپاره کارول شوې.
(عيون) یوازې د اوبو چینو ته اشاره پرمهال کارول شوی دی.
دا توپیر په عامه عربي کې نشته، خو قرآن کریم دا ځانګړی نظم لري.
3. د باران لپاره کلمې: عامه عربي ژبه کې مطر او غيث دواړه د باران لپاره کارول کېږي خو قرانکريم کې بيا
(مطر) د سختو یا عذابي بارانونو لپاره کارول کېږي.
(غيث) د برکت او ګټور باران لپاره کارول کېږي.
پایله:
قرآن کریم د الفاظو کارونه په ډېر دقیق او منظم ډول تنظیم کړی، داسې چې په شفاهي بیان کې (هغه هم 23 کلونو په اوږدو کې ) دا ډول تسلسل ساتل ډېر سخت کار دی. دا د قرآن د معجزې یوه نښه ده.
Comments
Post a Comment