هغه سړی چې روغتون وو!! The Man Who was Hospital
هغه سړی چې روغتون وو!!
The Man Who was Hospital
ليکنه: Jerome K. Jerome(1859-1927)
ژباړه: ډاکټر محمد ادريس نعيمي
زما ځيګر خراب دی حتمن همدا ځيګر ميرات مړی خراب دی؛ دې پايلې ته هغه وخت ورسيدم کله مې چې هغه بله ورځ د ځيګر ناروغي په اړه د باوري درملو يو تجارتي اعلان پاڼه ولوستله، د ځيګر ناروغي ډېری نښې نښانې يې په تفصيل سره بيان کړي وي ترڅو خلک پوه شي چې ايا ځيګر ناروغي لري او کنه!! او هغه ټولې نښې نښانې ما کې شته
ډېره عجېبه نده کله چې زه د درملو کومې کمپنۍ تجارتي اعلان ولولم او د ناروغيو نښې نښانې وګورم همدې پايلې ته رسيږم چې نوموړی ناروغی لرم او هغه هم وخيم/شديد حالت يې. هرې ناروغي تشخيصي ځانګړتياوې کټ مټ لکه زما احساسات او حالت چې بيانوي.
ښه مې په زړه دي چې یوه ورځ برټش ميوزيم (او کتابخانې) ته لاړم ترڅو موسمي الرژيکه (hey fever) عادي ناروغي (زما له نظره) چې ما لرله په درملنه يې ځان پوه کړم. ناروغيو اړوند کتاب مې راواخيست او له يوه مخه لوستل مې پيل کړ او لږ وروسته مې هسې ناپامه کې پاڼې اړول او په عمومي ډول ناروغۍ لوستل پيل کړل، اوس رانه هير دي چې هغه کومه نارغۍ وه چې په لومړي وار مې لوستله خو ډېره خطرناکه او وژونکې ناروغۍ وه او لا مې د نوموړی ناروغي هغه لومړنۍ نښو لیست پای ته نه وو رسولی چې په دې باوري شوی وم چې تر یوه بريده په دغه ناروغۍ اخته يم.
يوه ګړۍ د ويرې نه جام پاتې شوم خو وروسته مې په ناهيلۍ او زړه نا زړه بيا پاڼې اړول پيل کړ، تر دې چې محرقې (Typhoid) پنوم ناروغۍ باندې وربرابر شوم، نښې نښانې مې ولوستلې، جوته شوه راته چې محرقه لرم او مياشتې کيږي چې پرې اخته يم او خبر هم نه يم. ويل مې راځه وګورم نور څه څه لرم. په St. Vitus's dance پنوم ناروغي ورپيښ شوم او څرنګه چې مې تمه وه په دې هم اخته وم. خپل حالت سره مې شوق/علاقه پيدا شوه. ما ويل راځه لږ نور چاڼ هم وکړه. ټولې ناروغۍ مې بيا له سره د الفبا (A,B,C) په ترتيب مطالعه کړئ. وپوهيدم چې په بيلابيلو ناروغيو اخته يم او دوه اونيو کې به يې شديده/وخيمه دوره پيل شي. کله چې پوه شوم چې Bright's disease (د ګردې التهاب) لا ابتدايې حالت کې دی او د ژوند څو کاله چانس لرم نو يو څه ارامه شوم. کولرا (اسهال) خو بيخی شديدو اختلاطاتو سره مل او ډيفتريا (اختناق) آن له پيداېښت ورځ څخه لرم. ښه په علاقه مې د ټولو 26 الفبا څخه شروع کيدونکې ناروغۍ مطالعه کړې او دې پايلې ته ورسيدم چې يواځينۍ ناروغۍ چې يې نلرم په کور ناستو ښځينه و کې د House maid's Knee په نوم د بندونو درد ناروغي ده. لمړی خو يو څه خفه شوم او ځان راته کم ښکاره شو چې ولی دغه ناروغۍ نلرم؟ زه د کور ښځو څخه په څه کې کم يم؟ ولې تبعيض؟ خو وروسته دغه حرصناکه احساسات ساړه شول. ځان سره مې فکر وکړ په فارمکالوژي کې ذکر شوي ټولې ناروغۍ لرم دا به ډېره بده وي چې خودغرضې وکړم او بايد بندونو درد ناروغۍ نه غير هم ګزاره وکړم.
د Gout (نقرص= بندونو درد) پنوم ناروغۍ خبيثه بڼه باندې اخته وم خو زه هيڅ پرې خبر نه وم او Zymosis (انتاني ناروغۍ) خو بيخی له ماشومتوبه لرم. زايموسس پسې په ليست کې نورې ناروغۍ نه وې نو دې پايلې ته ورسيدم چې زه هم پورته نه غير نورې روغتيايي ستونزې نلرم.
زه کېناستم ځان سره مې فکر وکړ چې طب له نظره دا څومره په زړه پورې پېښه/کيس دی او زه د طب ټولګې لپاره څومره ارزښتناکه سټه يم. د طب محصلین چې ما لري، اړتيا نلري روغتون ته لاړ شي زه په خپل ځان کی يو روغتون يم. محصلين بايد زما نه تاو راتاو وګرځي او خپلې سيتاژ ډيپلومې ترلاسه کړي.
بيا راته فکر پيدا شو چې تر څه موده به ژوندی يم؟ د خپل ځان معاينه مې پيل کړه. نبض پسې ولټيدم، اول خو مې ونه موند خو کله مې وموند او په ګړۍ کې وخت سره مې شمار کړ په دقيقه کې 147 وو. بيا مې زړه جس/حس/لمس کولو هڅه شروع کړه خو هيڅ مې ونه موند، شايد ودريدلی به وو نو! ځان ته مې اطمینان ورکړ چې دا خو هر وخت همدلته وو حتمن درزيږي به. لنډه دا چې د بدن مخکې برخه مې ښکته ملا خوا څخه تر سر پورې ټول ځايونه وټپول او ولټول خو د زړه درزا مې حس نکړه. بيا مې د ژبې ليدو هڅه وکړه. ژبه مې تر اخرې حده راويسته، يو سترګه مې پټه کړه په بله مې ژبه معاینه کړه، يوازې د ژبې څوکه مې وليدله او پخوا نه لا زيات باوري شوم چې سره تبه (scarlet fever) لرم.
مطالعې خونې ته يو روغ رمټ او خوشحاله سړي په بڼه ننوتی وم خو د يو کمزوري او شديد ناروغ په څير په څښېدلو؟؟(creeping) راوتم.
ځان مې خپل ډاکټر ملګري ته ورسوه، تل هغه ته ورځم او هغه مې نبض او ژبه وګوري اخوا ديخوا غير ضروري پوښتنې او خبرې راسره کوي اوس مې ويل راځه چې خپل ملګري په کار راشم او ګټه ورته ورسوم. يو ډاکټر نور څه غواړي؟! پريکټس/عملی زدکړې او هغه پريکټس چې هغه يې په اولس سوه ناروغانو په يوه او دوه ناروغيو کې کوي ټول په يوځل ما کې کېږي. خیر چې راغلم راته يې ويل دا ځل څه مشکل لري صاحبه؟!
ما ورته ويل ډېر سر به دې نه خوږوم ځکه که د ستونزو او ناروغيو ليست پيل کړم کيدای شي پای نه مخکې ستا ژوند موده پوره شي خو لنډه دا چې د کور ښځينه و بندونو درد ناروغي نه غير ټولې ناروغی لرم، دا چې ولی دغه يوه ناروغی نلرم په لامل يې نه يم خبر خو پاکه خبره داده چې نوموړی ناروغی نلرم.
غرض د خپلو موندنو ټوله کيسه مې ورته وکړه. هغه راباندې خوله خلاصه کړه، ژبه يې وکتله، بيا يې ناڅاپه لاس راته تاو کړ او يو قوي ډب يې په سينه وهلم او بيا يې په خپل سر ټيله کړم که ريښتيا ووايم ددغه ناځوانه اکټ تمه مې نه وه. ډاکټر کېناست نسخه يې ولیکله او قات کړې يې راکړه ما هم جيب کې کېښوده او بهر راوتم.
تر ټولو نژدې درملتون ته لاړم نسخه مې ورکړه. فارمسيسټ نسخه ولوستله او بيرته يې راکړه ويل يې مونږ دا نلرو.
ما ويل ولی دا څنګه درملتون دی؟
هغه ويل درملتون کې خوراکي شيان او فاميلي هوټل اسانتياوې نشته کنه هرورمرو مو ستاسو خدمت کوو.
نسخه مې خلاصه کړه ليکلې يې وو:
هر شپږ ساعته وروسته ښه خواړه (يو کيلو نيمه غوښه)
هر سهار لس کيلومتر پياده چکر
هر شپه لسو بجو نه مخکې مخکې ويده کيدل
پرهېز:
هغه شيانو او کارونو کې چې اړتیا او تخصص دې نه وي ګوتې نه وهل
په پورته لارښوونو مې عمل وکړ ، پايله غوره وه، ژوند مې وژغورل شو او تر اوسه لا روان دی.
نه پوهيږم ولې مې دغه اوږده ليکنه راوژباړله
هو دومره وايم چې هر سړي کې د کرونا يو نه يو نښه شته خو تشويش ندی پکار
Comments
Post a Comment