ډاون سنډروم (Down Syndrome)

 ډاون سنډروم (Down Syndrome)
ایا پوهیږئ هغه ښځينه چې عمر يې 35 کاله او د ځینو نويو څېړنو پر بنسټ 33 کاله ته ورسېږي او غواړي چې ماشوم راوړي نو ډېره شونتيا داده چې ماشوم به يې ډاون سنډروم لرونکی وي.. دغه اټکل په لاندې ډول ده...
د مور عمر 20-24 کاله 1/5000 (يانې ددغه منګ مورګانو په پنځه زره ماشومانو کې کيدای شي يو ماشوم ډاون سنډروم ولري)
د مور عمر 25-32 کاله 1/1200
د مور عمر 33-35 کاله 1/350
د مور عمر 40-36 کاله 1/100
د مور عمر 45-41 کاله 1/30
په ټوله نړۍ کې اوسمهال شته د ډاون سنډروم ماشومانو 90% سلنه له هغو مورګانو زېږېدلي چې عمر يې له 33 کلنو پورته وو. زما خپل شخصي ژوند تجربو پر بنسټ د 100% ډاون سنډروم ماشومانو د مورګانو عمر د تولد پرمهال عمر 35 څخه لوړ وو.
لاندې انځورونو ته ورته ماشومان به هرومرو تاسو خپل کور کلي کې ليدلي وي. ددوي تناسب په امريکا کې هر 700 نوي زیږیدلو کې يو ماشوم دی خو نوره نړۍ کې بيا هرو زرو نه تر يولس سوه نوي زیږیدلو ماشومانو کې يو ماشوم دی**. ددوي بڼه مغولو/منګوليا خلکو ته ورته دی نو ځکه ورته منګولیايي ماشومان يا ګرد مخې ماشومان هم ويل کېږي....
هسې خو ټول ماشومان خواږه وي خو دغه غونډ‌مونډ ګرد مخې ماشومان ځانګړی معصوميت لري، ښوونځي نه غير هم که لار کې دغه ماشومان وګورم حتمن ورسره يو شېبه تم کېږم، مينه ورکوم او هڅه کوم که مور او پلار يې د راتلونکې او يا زده کړو په اړه نه پوهيږي چې معلومات ورکړم.
ډاون سنډروم څه شی دی؟!
کله چې په رحم کې (يا په مصنوعي ډول IVF) کې د نارينه او ښځينه نيمه نيمه جنسي حجرې (cell) (چې په طبي اصطلاح دغه حجروته ګاميټونه gametes وايي) سره يوځای شي په لمړی سر کې يو حجره لرونکي ژوی (زاييکوټ Zygote) رامنځته کېږي. د پلار له اړخه يو سپرم چې د مور اړخ بيضې سره يوځای کېږي، 23 دانې ډېره واړه شيان یا د معلوماتو کوډونه لري چې په طبي اصطلاح کې کروموزوم بلل کېږي. په همدغه ډول همدومره يانې 23 کروموزوم د مور له اړخه بيضه کې هم وي. دا دواړه که يو بل سره يوځای شي نو 23 جوړې يانې 46 کروموزومونه کېږي. په زايګوټ کې د 46 کروموزومونه شتون نورمال حالت دی خو د ډاون سنډروم په حالت کې 21م کروموزوم چې کله له مقابل 21م سره يوځای شي نو د جنيټيکي تنوع يا موټيشن له امله يوې جوړه پرځای 3 دانې کرموزومونه جوړېږي نو ځکه دغه حالت ته Trisomy يا T21 هم وايي.
اوس نو د ژوند لومړنۍ بنسټيزه حجره د نورمال 46 پرځای 47 کروموزومونه لري او دغه حجره په دوه هغه دوه بيا په څلورو او هغه څلور بيا په اتو ..... په ټريليونو حجرو ويشل کېږي ترڅو يو ماشوم ترې جوړېږي. پدغه حالت کې چون هر حجره 47 کروموزومونه لري نو ځکه دغه رامنځته شوي ماشوم جسماني جوړښت او بڼه هم له نورو ماشومانو توپير لري چې تاسو يې په انځورونو کې ليدلی شئ.
ددغه ماشومانو نښې نښانې:
چېته پوزه، واړه خو شک غوږونه، نرۍ راوتلې او په کنجونو کې پورته اړخ ته وتلې سترګې، لنډه او ډبله غاړه، د نورو ماشومانو په پرتله غټ سر، مسکا په خوله بڼه او عموما دغه ماشومان د نورو په پرتله ټيټ قد او چاغ جسم لري.
زيرکتيا يا وروسته پاتې والی/ذهني تاخر په اړه بايد ووايم چې ددوي ډېری د 70 او 50 ترمنځ IQ (ذهني کچه) لری خو ځينې داسې هم شته چې کيدای شي IQ يې د 50 او 35 ترمنځ او يا آن تردې هم ښکته وي. يانې په اوسط ډول 70 خو که ډېره لوړه هم وي بيا هم له 120 نه کمه وي. دغه ماشومان د تفکر، استدلال او ادراک وړتياو د کمښت ستونزې لري. همدارنګه د خبرو کولو ګډوډي، د زړه ټکان کموالی يا زیاتوالی، د زړه سوری، د زړه والونو تنګتيا وغيره ګډوډۍ هم ددې ګروپ وګړو ګډې ځانګړتياوې بلل کېږي.
داسې فکر وکړئ چې پنځوس سلنه ډاون سنډروم لرونکي وګړي د زړه ګډوډۍ لري خو يوازې لسو نه تر پنځلس سلنه يې د کارډيالوجسټ (د زړه متخصص) څخه درملنې لپاره اړ کېږي. د يادو ستونزو سربيره پدغه وګړو کې د بې‌خوبي يانې کم خوب لرلو، الزايمر(Alzheimer)، ډيمنشيا (Dementia)، د تايرايډ غدې او په پوستکي د زړښت اثار ژر ښکاره کيدلو، ستونزې هم ليدل کېږي. ددوي غاښونه هم واړه پاتې کېږي نو ځکه ځينې ماشومان کلک شيان ژولو کې ستونزو سره مخ وي.
تشخيص
د حمل پنځلسمی څخه تر شلمې اونۍ ترمنځ که يو تکړه راډيالوجست له لوري تلويزوني معاينه (الټراساونډ) وکړل شي نو د ډاون سنډروم تشخيص شونی دی. که له ياد وخت څخه مخکې تشخيص وغواړو هم شونې ده. د حمل يولسمې نه تر څوارلسمی اونۍ ترمنځ د Chorionic villus sampling (CVS) ټسټ پواسطه هم د ډاون سنډروم درک لګيدلی شي. پدغه معاينه کې يو الټراسونک ستنه د مور ګيډه کې دننه کوي او د پلاسننټا څخه راغلي د اکسيجن و خوړو رګ څخه د ويني نمونه (سمپل) اخيستل کېږي. په دغه معاينه کې نه درد شته او نه حمل ته زيان رسېږي او تر 20 دقيقو پورې وخت نيسي.
که وخت زيات تير شوی وي نو د حمل پنځلسمی او اتلسمې اونۍ ترمنځ د Amniocentesis په نوم يو ټسټ هم د ياد سنډروم تشخيص لپاره ترسره کيدی شي. پدغه معاينه کې هم د الټراسونک ستنه د مور رحم ته دننه کېږي او د ماشوم شاوخوا شته مایع (Amniotic fluid) څخه د اوبو يوه قطره اخيستل کېږي. دغه معاينه هم حمل ته زيان او درد نلري او قبول شل دقيقې وخت نيسي خو بايد د يو تکړه ګايناکالوجسټ (نسايي ولادي متخصص) لخوا ترسره شي.
د ډاون سنډروم يقيني تشخيص وروسته هر څوک د خپل دين او مذهب لارښوونو سره سم د حمل ختمولو او يا هم د ډاون سنډروم لرونکي ماشوم پيدا کولو په اړه پريکړه کولی شي. د يو مسلمان په توګه زما علم او مطالعه وايي چې د غوښې په ټوټه کې روح اچولو وخت څخه ترمخ د ډاکټرانو او علماو څخه مشوره اخيستلو وروسته د حمل ضايع کولو يو څه ګنجایش شته دی. قرآن او حديث لارښوونو پراساس په ګيډه کې شته ماشوم کې د روح پوکولو مهال د حمل پيل څخه تر څلور مياشتې يانې 16 اونۍ پورې دی. چون د CVS معاينه کې يولسمې او ديارلسمې اونۍ ترمنځ تشخيص ترسره کېږي نو که څوک حمل ضايع کول وغواړي خپل مذهب او عقيدې او د علماو څخه فتوا پر بنسټ پريکړه کولی شي. (په اخلاقي لحاظ ددغو وګړو په وړاندې د نوموړي سنډروم مخنيوي خبره ډېره بده بريښي.. )
په ټوله نړۍ کې 30 نه تر 40 سلنه مېندې پلرونه د ډاون سنډروم تشخيص وروسته حمل ضايع کوي او پدغه سلنه کې دين او مذهب والا او خدای ناباوره هر ډول وګړي شامل دي.
د ډاون سنډروم ماشومانو اوسط عمر 50 څخه تر 60 کاله وي او د مارچ 21 مه نيټه ددوي نړېواله ورځ ټاکل شوی ده.
ليکنه: خطیب احمد #ژباړه_INY
پښتو ژباړه او زیاتونه: محمد ادريس نعيمي
**دغه سنډروم د انګريز ډاکټر John Langdon Down لخوا په بشپړه توګه په کال 1866 ز کې تشريح شو نو ځکه د هغه په نوم ونومول شو، په 1959 کال کې ددغه سنډروم جينيټکي سبب په ګوته شو.
نوټ: دوهمه برخه هم لري .

Comments

Popular Posts