د ماشومانو متخصص
ماشوم مې څو مياشتېنۍ وو، کانګې يې کولې په ښار کې نوموتی د ماشومانو د ناروغيو متخصص ته مې بوتللو. ډاکټر صيب معاينه کړ ويل يې پړمخې يې څملوئ سم به شي.
دا يې وويل او نور يې راته داسې کتل لکه مسووليت يې پوره شو او راته وايې نور ځه نو.
ما ورته په پوښتنېز نظر وکتل او ومې پوښتل: درمل؟
تشه نسخه يې راکړه ويل هيڅ درملو ته اړتيا نشته او ماشومانو ته درمل يوازې شديدې اړتيا پرمهال ورکول کیږي
ما او ښځې مې تشه نسخه ځان سره واخيسته او کور ته راغلو. ريښتيا هم د کانګو ستونزه پړمخې ويده کولو سره حل شوه.
څه وخت وروسته يې غاښونه راويستل پيل کړ يو ځل بيا متخصص صيب په خدمت کې حاضر شوم او خپله پوهه مې داسې ورسره شريکه کړه:
"ډاکټر صيب تاسو خو پوهیږئ چې کله ماشوم غاښونه راوځي نو ورسره يې خيټه خرابېږي (اسهال) او ورسره کمزوری کېږي نو غواړم داسې دوا وليکئ چې خيټه يې خرابه نشي او همداسې روغ رمټ وي."
متخصص صيب د عینکو لپاسه زما په معلوماتو تېری وکړ:
"نه زه نه پوهيږم چې غاښونو راوتلو سره خيټه خرابيېږي دا راز کله کشف شو؟! "
زور خو يې ډېر راکړ خو ځان مې کنټرول کړ او د معلوماتو زياتولو لپاره مې ورته وويل:
"زما دوه مخکينيو ماشومانو سره همداسې شوي وو او دا خو ټول خلک پرې خبر دي حيران يم تاسو ولې نه يې خبر؟!"
متخصص: "دا د بېسواده کورنيو فکر دی چې غاښونو راوتلو سره خيټه خرابيږي په اصل کې کله چې غاښونو راوځي نو په وريو کې خارښت کېږي چې لامله يې ماشوم بيا بيا په خوله کې لاس اچوي او په لاس کې شته ميکروبونه په هاضمې سيستم کې ګډوډي رامنځته کوي، حل يې دا دی چې د غاښونو راوتلو پرمهال په ورځ کې لږ تر لږه څلور ځله لاسونه يې پر صابون ووينځل شي."
دا يې وويل او تیرځل پشان يې لاسونه داسې په میز کيښودل چې نور نو د ويلو څه نشته
"درمل ؟!"
"هيڅ درملو ته اړتيا نشته"
څه وخت وروسته د ماشوم ستونی او او سينه خرابه شوه بيا ځلې متخصص صيب څنګ ته لاړم او دې لپاره چې د بېسواده کورنۍ تیرځل ټاپې نه ځان وساتم ځان ډېر پوھ ښودلو څخه مې ډډه وکړه او فقط مې ورته وويل
"ستونی او سينه يې خرابه ده"
"ولې خرابه ده؟"
په زړه کې مې ويل زه څه خبر يم زه خو بېسواده کورنۍ سړی يم خو خوله مې بنده وساتله.
تاريخچې او معاينې وروسته يې وويل:
"سيرلاک پرې بند کړئ سم به شي هر ماشوم باندې سيرلاک ښه نه راځي"
"سيرلاک پرځای څه ورکړو؟"
مستې خو هيڅکله بايد تروې نه وي، جوش شوی کچالو، شين چای، شات، د وریژو سرسر، اوږره ....
"درمل؟"
"ماشومانو ته درمل يوازې د ډېرې شديدې اړتيا پرمهال ورکول کېږي اوس درملو اړتيا نشته"
ما ماشوم لس دولس کاله عمر پورې د اړتيا پرمهال متخصص صيب ته ښکاره کولو خو په دې ټول دوران کې يوازې يو يا دوه ځلې کوم قلم دوا ليکلی او بس.
هغه په دی اند وو چې ماشوم ته باید درمل ورنکړل شي. اوس هم مې زړه ورته دعا کوي ځکه چې نوموړې هغه مهال ماشوم ته درمل نه ورکولو پلوي وو خو همدا اوس هم ډېری ډاکټران ناروغ ته پنځه نه لس قلمه دوا ليکلو سره هغه نور هم ناروغه کوي خو د نسخې په سره يې "هوالشافي" چاپ کړی وي او د ثواب تمه هم لري. #ژباړه_INY
نوټ: انځور فکر کوم د کابل کمپنۍ بازار دی ګوګل څخه مې کاپي کړ
Comments
Post a Comment