طبابت او افغانستان
لیکونکی: متخصص اجمل مشکانی
ژباړه: ډاکټر محمد ادریس نعیمی
زما په باور که د ورځنې طبابت روغتيايي خدمتونو معياري کيدلو، د ناروغ د ژغورنې او د ناروغ لرونکو (پایوازان) د سرګردانې او ستونزو د کمښت اړوند ځينې اړينې نکتې په کلينيکي لارښود او پرکټس کې شاملې شي او يا لړ تر لږه د بحث لاندې ونيول شي نو هرومرو به مرسته وکړي
د ناروغ، ناروغ لرونکو او روغتيايي ټيم ترمنځ سم او اړين افهام او تفهيم/پوهاوی (communication) د اوسنې طبابت ترټولو مهمه موضوع ده.
ناروغ بايد و پوهول شي چې ستونزه يې څه ده؟ د درملنې لارې چارې يې څه دې؟ د درملنې ګټې او زيانونه څه دي؟ همدارنګه د ناروغ او ناروغ لرونکو غوښتنو ته بايد توجه وشي او ترټولو اړينه دا چې د درملنې اوسنی او راتلونکی پلان په صمیمانه او دوستانه چاپيريال کې بیان کړای شي.
اوس ځينې هغه کلينيکي حالتونه ستاسې مخ ته اږدم چې زمونږ په ورځني طبابت کې ډېر کم او يا هيڅ مروج نه دي.
1. DNA-CPR ( do not attempt cardio-pulmonary resusciatation )
(تنفسي او قلبي احیای مجدد/بيارغونې څخه ډډه کول)
هغه وخت احیای مجدد څخه ډډه کوو چې د لوړ عمر، څوګونې ناروغیو او د لا علاجه ناروغیو شتون لکبله د بيا ژوندي کولو/احیای مجدد چانس بيخي کم وي
**لومړی په دې ځان پوھ کړئ چې DNA-CPR د درملنې درولو په مانا نه ده. **
د روغتيايي ټيم (متخصص ډاکټر او کانسلټانټ) لخوا بايد پريکړه وشي که څه هم يو کلينيکي/طبي پريکړه ده خو غوره ده چې د ناروغ او د هغه د ورثاو غوښتنې هم په نظر کې ونيول شي د متخصص ډاکټر او ناروغ/ورثا ترمنځ سم افهام او تفهيم په پريکړه کولو کې مرسته کوي.
دغه DNA-CPR په حقيقت کې يوه فورم/پاڼه ده چې يو متخصص ډاکټر پواسطه د ناروغ بستر کولو پرمهال لاسليک او د ناروغ په دوسيه کې ايښودل کېږي او دا مانا ورکوي چې په هره وجه د ناروغ زړه يا تنفس ودريد نو روغتيايي ټيم بايد احیای مجدد ترسره نه کړي.
دغه موضوع ډېره حساسه ده او کيدای شي په ناروغ او ناروغ لرونکو لپاره په ځانګړي ډول زمونږ هيواد کې بد او ناخوښه تمامه شي خو سم پوهاوی/افهام او تفهيم په ډېری حالتو کې د ناروغ او ناروغ لرونکو د قناعت کولو لامل کيدلی شي.
هغه دلايل چې پر بنسټ يې د DNA-CPR پريکړه کېږي
1. د CPR نه وړاندې د ناروغ حالت
الف :عمر
ب: څو ګونې ناروغۍ
ج: د لاعلاجه ناروغيو شتون
د: د ناروغ خوځښت: ايا ناروغ د ورځنې ژوند فعاليتونو لکه خواړه، اودس/تشناب او لمونځ لپاره مرستې ته اړتیا لري؟!
2. د څيړنو پر بنسټ د دنيا ترټولو مجهزه روغتونونو په داخل بستر ناروغانو کې د قلبی تنفسي احیای مجدد برياليتوب چانس يوازې 20% دی. او دغه چانس بيا په پرمختللي سرطان اخته ناروغانو کې 2% ته راښکته کېږي.
3. د CPR یا قلبي تنفسي احیای مجدد پرمهال ناروغ ډېر کړېږي، درد زغمې او ډېری وخت يې پښتۍ ماتېږي.
4. د CPR وروسته هم ډېری ناروغان د ژوند تير پشان کيفيت نشي ترلاسه کولی. مغزي زيانونه، د مصنوعي تنفسي ماشين او اوږدمهاله ځانګړې مراقبت ته اړتيا د CPR وروسته اختلاطات (عواقب) کيدلی شي.
د پورته مواردو په نظر کې نيولو سره هغه ناروغ چې د ژوند ډېر کم چانس لري نو هغه باندې د قلبي تنفسي احیای مجدد اقدام کول د ناروغ درد او کړاو زياتولو پرته به بله ګټه ونلري.
(په فيسبوک مې د يو روغتون لخوا خپاره شوي انځورونه وليدل چې ډ يو ډېر عمر خوړلې او کمزوري ناروغ وو او ليکلي وو چې فلانکی ډاکټر په فلانکی روغتون کې په COVID-19 ناروغ باندې په ICU کې د CPR ترسره کولو پرمهال) زړه مې وو وليکم چې د مرګ پرمهال د بېچاره ناروغ دردمند او په عذاب کول!!
بيا هم تاکيدي يادونه کوم چې د DNA-CPR فورم لاسليک د ناروغ د درملنې درولو په مانا نه ده او فعاله درملنه بايد پخوا پشان دوام ولري.
د مثال په ډول يو 78 کلن ناروغ چې مغزي سکتې، محدود خوځښت، شکر، لوړ فشار،د زړه د عدم کفايې تنفسی ستونزو تاريخچه لري د سينهوبغل/نمونيا لامله بستر شو. نو د نمونيا درملنې لپاره ورته ډاکټر امسيجن، سيروم، د درد ضد دوا، او زرقي انټي بيوټيک توصیه کوي او همدارنګه ناروغ خپل پنځه سلنه پخواني درمل هم اخلي.
داکتر منخصص تصمیم میگیرد که فورم DNA-CPR را امضا کند با مشوره با مریض و پایواز فورم امضا میشود. حالا تمام تداوی های سابق و جدید مریض همچنان ادامه دارد, اگر احیانا در جریانِ مدتِ بستر نزد مریض ایست قلبی و تنفسی رخ داد, تیم صحی اقدام به احیای مجدد نمیکند. در غیر ان صورت مریض تداوی خود را تکمیل کرده و مرخص میشود و به زنده گی خود ادامه میدهد.
متخصص ډاکټر پريکړه کوي چې د DNA-CPR فورم بايد لاسليک شي نو ناروغ او پایوازانو په مشوره فورم لاسليک کېږي. اوس نو ټول پخواني او اوسني درمل په سم ډول ورکول کېږي خو که چيرې د بستر پرمهال ناروغ زړه يا تنفس ودرېږي نو د روغتيايي ټيم د احیای مجدد اقدام نه کوي. نور نو ناروغ درملنې وروسته رخصت او خپل ژوند ته دوام ورکوي
2. EOL care ( end of life care )
د ژوند د پای ورځو مراقبت
دا هم يو بله حساسه موضوع ده او دغه مراقبت د هغه ناروغانو لپاره ترسره کېږي چې ژوند د پای شېبې، ورځې يا اونۍ تيروي.
د ژوند د پای دغه مراقبت کې هڅه کېږي ناروغ آرام او راحت خيال وساتل شي. ټولې فعالې درملنې درول/قطع کېږي او يوازې څو ځانګړي درمل چې د anticipatory medication پنوم يادېږي او د ناروغ ارامه ساتلو لپاره په دوامداره او يا هم د اړتيا پرمهال ورکول کېږي. دغه درملو کې د درد (مورفين)، نارامي، کانګو او د تنفسي افرازات کنټرول لپاره درمل شامل دي.
که تير مثال ته وګرځو (لاندې کمنټ کې لينک ته مراجعه وکړوئ) يانې د ياد 78 کلن ناروغ حالت څو ورځې درملنې وروسته هم خراب شي، د اکسيجن اړتيا ډېريږي، د وينې او ايکسری تازه معاينات د لا نور خرابتيا ښکارونديه وي، متخصص ډاکټر درک کوي چې بدبختانه نور درملنه ګټه نکوي. د ناروغ کورنۍ سره وضعیت شريکېږي او د هراړخيزو خبرو اترو وروسته د EOL فورم لاسليک کېږي.
د EOL اړوند مهم نکات:
1. اوسني او پخواني ټول درمل سره د سيروم درول/قطع کېږي
2. د اړتيا پرمهال anticipatory درمل پيل کېږي
3.د ناروغ وينه نه معاينه کېږي
4.حیاتی علايم لکه د وينې فشار نه کتل/اندازه کېږي
5. د نرسينګ مراقبتونه لکه ناروغ لوند او وچ کول يا وضعيت ته بدلون ورکول ترسره کېږي.
6. تغذیه: که ناروغ خپله خواړه او اوبه غوښتل ورکول کېږي کنه نو د بديلو خواړو لپاره هڅه نه کېږي
که د ژوند د پای مراقبتونه په سمه توګه ترسره شي ډېری ناروغان به داسې حالت کې ژوند له لاسه ورکړي لکه ويده چې وي، آرام او پرته له کوم درد
بدبختانه زمونږ هيواد کې ډېری سلنه ناروغان په ډېر بد حالت کې درد، نارامي، تنفسي ستونزو، ګډوډو ويلو .... سره ژوند له لاسه ورکوي. چې د ناروغ کورنۍ لپاره ډېر درد ورکونکی او سخت روحي فشار لامل ګرځي. که پورته پريکړې په وخت او سم ډول وشي نو تر ډېره حده د مرګ پرمهال د ناروغ درد او کړاو کمښت لامل کېږي. بېشکه هيڅوک نه غواړي چې نژدې خپلوان يې د ژوند په پای کې له درد او کړاو سره مل رخصت شي.
3. Escalation plan
یانې د تشدید پرمهال پلان
ګرانو هممسلکو ملګرو
د ناروغ د روغتون ته راتګ او بستر کيدلو سره سم هماغه لومړنۍ شېبې څخه روغتيايي ټيم او متخصصين بايد د escalation plan په اړه فکر وکړي، ډاکټر بايد وپوهيږي چې د ناروغي شدت/وخامت پرمهال راتلونکی پلان څه دی؟ او هرو مرو بايد په واضح او ځانګړي ډول د ناروغ په دوسيه کې وليکل شي.
روغتونونه بیړنۍ خونې، وارډ/بستر، جدي مراقبت يا ICU، عملیات خونه، عملياتو کونکی ټيم او ...... لرونکی وي.
د مثال په ډول مخکې ياد شوی ناروغ (اوله ولولئ لینک په کمنټ کې) چې د سينهبغل په لوحه کې بستر شوی دی آيا د وخامت په صورت کې ICU ته انتقال شي يا نه؟ ايا د تنفسي ماشين څخه ګټه اخيستنه ناروغ ته ګټه لري يا نه؟
جدې مراقبت څانګه يا ICU
څرنګه چې اوسمهال د ICU او تنفسي ماشينونو خبره ګرمه ده نو پرځای به وي چې يادونه وشي چې بدبختانه ټولو ناروغانو ته په ICU کې بستر کيدل مناسب نه دي يانې هيڅ ګټه ورته نه رسوي.
د ICU خدمتونه ډېر ګران بيه دي او د ټوله نړۍ په روغتونونو کې د ICU محدود بسترونه شتون لري.
د ICU خدمتونو انتخاب لپاره هم لاندې موارد په پام کې نیول کېږي:
عمر
د بدن کمزورتيا او ناتواني (frailty)
تحرکيت
د څو ګونو ناروغيو تاريخچه
د بې علاجه/صعب الاعلاج ناروغيو شتون
د اوسنۍ ناروغي وخامت
يو ځل بيا مخکې ياد شوي مثال ته وروګرځو، دغه 78 کلن ناروغ په ICU کې بستر کيدو لپاره مناسب نه دی او په ډېر اټکل ګټه ورته نکوي. نو ځکه بايد له اول څخه وروستی پلان يا escalation planبايډ له اوله معلوم، په دوسيه کې ليکلی او د ناروغ کورنۍ سره شريک شوی وي.
کرونايې حالت هم همدغه مسالې سره سمون خوري. د کوييډ ناروغان چې ARDS سره مراجعه کوي اړينه نده چې ټول ICU کې بستر شي بلکې پورته فکتورونه بايد په پام کې ولرو.
زه ډېری ځل شاهد يم چې هيوادوال مو صعب العلاج او وخيم ناروغان د هيواد دننه يو ښار څخه بل ښار ته، له يو روغتون څخه بل روغتون ته او حتی بهر هيوادونو ته لېږدوي خو بدبختانه اخر هم يو عالم سرګرداني، محتاجي، بېځايه او غير علمي عملیاتونو او درمل او ډېری مصرف وروسته مړه کېږي.
مثال په ډول د معدې سرطان يو ناروغ چې ځيګر ته يې هم سرطان خپور شوی وی عملياتو ته څه اړتيا لري؟ يا يو ناروغ چې جدي مراقبت يې حالت کې ښه والی نشي راوستلی ولې په ICU کې بستر شي.
مونږ کولی شو ناروغ او يا د هغه کورنۍ سره د یو سمې اړيکې ټينګولو، واضح او مدللو خبرو سره او د پورته ياد نکاتو په نظر کې نيول سره يو ناروغ لپاره هماغه لومړنې ليدنې کې يو په حقيقت ولاړ، علمي او واضح پلان جوړ کړو ترڅو نه يوازې ناروغ/پايواز سرګردانې مو کمه کړی وي او دمنابعو ضايع کولو مخه مو نيولي وي بلکې همدارنګه زمونږ ناروغان به د ژوند پای شېبې بېدرده او بېکړاو تيرې کړي وي.
د پورته خبرو او د روغتيايي خدمتونو معياري کولو هر بل اقدام ترسره کولو لپاره يو سم روغتيايي سيستم ته اړتيا ده کوم چې ........
نوټ:
1. ليکنه اوږده وه خدای دې وکړي ستړی شوي نه ياست.
2. پورته پريکړې کول/تصميم ګيري بايد د تجربه لرونکي، متعهد او متخصص ډاکټرانو پواسطه چې له 5 کالو څخه ډېر کاري تجربه ولري، ترسره شي. ځوان ډاکټران دغسې حالت سره مخ کيدو په صورت کې مشر متخصص سره مشوره وکړي
3. دغه مواد کومه ځانګړې منبع څخه ژباړل شوي نه دي او هر ډول اصلاحي نظر په سر سترګو.
4. پورته موضوعات هغه ښاغلو هممسلکو لپاره ډېر جالب او پوهيدو وړ دي چې دغسې ناروغانو سره مخ شوي يا مخ کېږي.
**" دزړه او تنفس بيارغونه/احیای مجدد قلبی و تنفسی یا cardio-pulmonary resuscitation (CPR)
يو لړ هغه افعالو ته ويل کېږي چې د روغتيايي ټيم لخوا د ناروغ د زړه يا تنفس ودريدو په صورت کې د زړه او تنفس بيا اعادې لپاره ترسره کېږي او لاندې اقدامات په کې شامليږي:
د زړه مساج يانې د سينې په پنجره زور راوستل
د تنفسي لارو خلاص ساتل او ناروغ ته مصنوعي تنفس ورکول
د ځانګړو درملو تطبيق
د ځانګړې ماشين پواسطه زړه ته جټکه/شاک ورکول
#ژباړه_INY ليکنه: ښاغلی متخصص Ajmal Mushkanny
انځور: متخصص صيب اجمل مشکانی
Comments
Post a Comment