ډاون سنډروم ماشومانو سره مرسته
ډاون سنډروم لرونکی ماشوم وزېږېد نو بيا؟!
لمړی کار خو بايد دا وي چې د نوموړي ماشوم په زېږېدو هماغسې خوښي ښکاره کړای شي لکه د نورو ماشومانو : خواږه وويشئ، عقيقه وکړئ ... ژړا او خفګان هيڅکله ونکړئ ځکه هيڅ ګټه نلري، د ماشوم په بدن کې په ميلياردونو حجرو کې 47 کروموزومونه تاسو د نړۍ په هيڅ قوت او دارو درمل سره 46 نشئ کولئ. همدارنګه د ماشوم جسماني بڼه او ذهني استعداد چې يو ځل پوخوالي ته ورسېږي نو بيا ټول عمر هماغه شان پاتې کېږي هو که د لمړۍ ورځ څخه ورته پام وکړئ نو ډېر ښهوالی موندلی شي.
ددې سنډروم هيڅ درملنه نشته دغه حقيقت بايد له لمړۍ ورځ څخه ومنئ. ډېری خلک دغه حقيقت د ډېری درملنو، دم او تعويذونو کولو، کلونو وروسته مني چې بيا ډېر ناوخته وي. ددې ماشومانو د ژوند لومړنۍ 1000 ورځې ډېر ارزښت لري.
د زېږېدو څخه وروسته په هماغه لومړيو کې بايد د لیدو او اوريدو حس او همدارنګه د زړه ضربان بيا بيا ځلې معاينه کړل شي. په لومړيو شپږو مياشتو کې هرومرو کارډيالوجسټ سره وګورئ ترڅو د زړه ناروغۍ په وخت تشخيص شي. په اوريدو کې ستونزې شتون پرمهال که اړتيا وي نو د متخصص او مسلکي شخص پواسط ورته د اوريدو وسيله (سمعک) ولګوئ. ماشوم د مور غږ اوري او غبرګون ښکاري کوي. همدغه ماشوم چې اوريدل کولی شي وروسته بيا خبرې هم کولی شي کنه نو خبرې کولو کې به وروسته پاتې وي.
دا يو انکشافي معلوليت (developmental disability) دی، زما د ماسټري زدکړې هم د معلولیت همدغه برخې يانې انکشافي او ذهني معلوليت پورې اړه لري.
پر وخت مداخله (Early Intervention) چې څومره ژر پيل شي همدومره به يې ګټه ډېره وي. د پر وخت مداخلې نشتون په حالت کې دغه ماشومان تر درې کلنې پورې نه خبرې کولی شي او نه ګرځيدل. او که مداخله او مرسته ورسره وشي نو له درې کلنۍ څخه ليک او لوست هم پيل کولی شي ان شاء الله.
پروخت مداخلې څه کول اړين دي؟!
که اړينه وي نو د يو کلنۍ څخه وړاندې هرومرو ورته د اوريدو وسيله(سمعک) ولګوئ.
له يو کلنۍ راهيسې ورته د پنځه حواسو څخه ګټه اخيستنې په اړه روزنه ورکړئ. په دې مورد له وظيفوي درملګر يا occupational therapist څخه مرسته ترلاسه کړئ.
ې ماشومانو عضلات، هډوکي او بندونه کمزوري وي نو د فزيوتراپسټ په مرسته هرڅومره ژر چې کیږي فزيکي درملنه یا فزيوتراپي ورته پيل او تر څو کلونو پورې د اړتيا سره سم دوام ورکړئ. وروسته ورته په ورځنې معمول کې ورزش، پياده چکر، جيم ته تګ يا کومه لوبه کول په نظر کې ونیسئ کنه نو ماشوم به يا ډېر چاغ شي او يا هم ډېر کمزوري پاتې شي.
خواړه ورته د ډاکټر په مشوره ورکړئ، ځکه چې د هر ماشوم ستونزې سره توپير لري او د ځينې ماشومانو هاضمي سيسټم هم ګډوډي لري
په ښوونځي کې دوي ته ټولنيز مهارتونه، د ځانې مرستې مهارتونه (self-help) يانې خپل کار په خپله کول لکه جامې اغوستل، بوټان پښو کول، تسمې يې تړل، پرتوغاښ يا کمربند تړل، غاښونه برس کول، تکمې/بټنې تړل او داسې نورو په اړه ورته د نورو شيانو څخه مخکې زده کړه او روزنه ورکول کېږي.
د پورته سربيره د ماشوم په حرکي/خوځښتيز مهارتونو، لساني/ژبېز مهارتونو او معرفتي کړنو (cognitive processing) د ښه والي اړوند مرسته کېږي.
دغه ماشومان لمړنيو مداخلو او مرستو وروسته په اختصاصي/استثنایی/ځانګړې زده کړو مرکزونو کې او یا هم په عادي ښوونځيو کې نورو ماشومانو سره يوځای زده کړه کولی شي. ددغه ماشومانو ډېری يې د زده کړو جوګه دي او ځينې نور يې يوازې ورځنې اړينو مسايلو اړوند روزنې لاندې نیول کېږي (Educable & Trainable).
زمونږ په وطن کې د عامه پوهاوي نشتون، د اړينه مرکزونو کمښت يا معلوماتو نشتون لکبله ددغه ماشومانو لمړني کلونو داسې زيان مومي چې بيا ټول عمر يې جبران ناشونی وي. په پايله کې دغه ماشومان په کليو بانډو کې د خلکو ريشخند او ځورونې سره مخ وي، خلک پرې بيلابيلې ټوکې او پسخند کوي او دوي هم ورته غبرګون کې کنځلې او ان وار او ګذار کوي. دغسې وې ټول عمر په لالهاندې کې تير شي.
له لمړۍ ورځ څخه دغه ماشومان د زړه له تله ومنئ، پورته لارښوونو باندې عمل وکړئ، ان شاء الله ماشوم به نورو ماشومانو په څير عادي ژوند ولرئ. که څه هم ددغه ماشومانو لپاره ځانګړې ښوونځي زمونږ هيواد کې نشته خو ځينې غيردولتي ادارې ددوي لپاره د بنسټېزو زده کړو او روزنې پروګرامونه لري له هغې څخه بايد ځان خبر او ګټه ترې پورته شي.
يو ليدل کېږي دا چې مور او پلار هم ددغه اولاد په حق کې ظلم کوي سمه پالنه يې نکوي، په شپږ يا اته کلنۍ کې يې ښوونېزو ادارو ته راولي او کله چې يې ښوونځي کې شامل کړي نور نو مسووليت په ښوونځي واچوي او ځان ترې بېغمه ګڼې...
په نورو ماشومانو ښه مصرف کوي، توجو ورته کوي خو ددوي هيڅ پروا نه ساتي، په ښوونځي کې شاملولو وروسته يې پوښتنه نکوي، ډېری ښوونکي هم دوي ته ځانګړی پام نکوي. ځينې وخت خو مېندې پلرونه دېر متوجې وي خو ښوونکي بيا خپله دنده سمه نه ترسره کوي او يا هم ماشومان دومره ډېر وي چې دغه ماشومان په کې بيخي محروم پاتي کېږي او ژوند يې تباه کېږي.
په پرمختللي هيوادونو کې مسلکي او متخصصو وګړو ټيم لکه روانپوھ(psychologist)، ژبېز درملګر(speech therapy)، ميوزيک استاد، د ټولګي نګران ښونکی ددغه ماشومانو په فعال ساتلو کې يوځا سره کار کوي. هلته کولئ شئ چې ښوونځي کې ماشوم پرمختګ څخه ځان ډاډه کړئ د IEP) Individualized Education plan) (هر ماشوم لپاره ځانګړی ښوونیز پلان) په پلان جوړولو او پلي کولو کې مور او پلار دخيل ساتل کېږي. خو دلته وطن کې بيا هم تاسو کولئ شئ چې اړوند متخصيصينو سره مشوره وکړئ، وخت پر وخت ښوونکي او مدير سره په ګډه د ماشوم د کور او ښوونځي اړتياوو باندې ځان وپوهوئ او په ګډه د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې برخه واخلئ.
دغه ماشومان د فوټوګرافي، د سټيج پر سر تمثيل، ماډلنګ، کبډي، پهلواني او همدارنګه د معلولينو لپاره اولمپيک لوبو (Special Olympic او para Olympic) کې ښه لوبغاړي ثابتيدلی شي. همدارنګه په سوپر مارکېټ او هوټل وغيره کې تر څارنې لاندې ښه ډول دنده ترسره کولی شي. په دولتي ادارو کې هم د زده کړو او مهارتونو سره سمه دنده پرمخ وړلی شي.
که ډاون سنډروم لرونکی انجلی واده وکړي نو د مور کيدو 50 سلنه شونتيا شته او پنځوس سلنه اټکل دی چې ماشوم به يې هم ډاون سنډروم لرونکی وي. ډاون سنډروم لرونکی نارينه بيا د پلار کيدو ډېر کم چانس لري. لدې يې راقیاس کړئ چې په زرګونو هغه نارينه چې واده يې کړي په ټوله نړۍ کې تراوسه يوازې درې نارينه پلاران شوي دي. ...
که شونتيا وي ښځينه ډاون سنډروم لرونکی دي بل خفيف معلوليت لرونکي او يا هم که رضايت وي عادي وګړي سره واده وکړي. خو هڅه دې وکړي چې ماشوم پيدا نکړي. داسې کور ته بايد واده شي ماشومانو ته اړتيا نلري.
نو يو ځل بيا مېندو پلرونو ته وايم چې ولور او نورو وړو چناوچنان پسې مه ګرځئ په وخت مو لورګانې واده کړئ، فکر کوم دا يوازينی معلوليت دی چې د مور عمر سره څه ناڅه مستقيمه اړيکه لري. که څوک 33 کلنۍ وروسته يادونه کوي نو غوره ده چې جنيټيکي مشاوره ترسره کړي. دا چې څنګه او چيرته يې ترسره کړي، ان شاء الله ډېر ژر به پرې ليکنه تاسو ته وړاندې کړم . #ژباړه_INY
نوټ: انځور د هغه ډاون سنډروم لرونکی انجلۍ دی چې قرآنکريم يې حفظ کړی دی او نړۍ کې لومړی ځل دی چې يو ډاون سنډروم لرونکي ښځينه دغه وياړ ترلاسه کوي
ليکنه:خطیب احمد ژباړه او زیاتونه: محمد ادريس نعيمي
Comments
Post a Comment